د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د میزان ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې په بهر کې د افغانانو له خوا د قونسلګرۍ له خدمتونو برخمن کېدل د دوی یو له اساسي حقونو څخه بللی او دغه حق ته یې په لاسرسي ټینګار کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو لارو له لارې په بهر کې د افغانانو لپاره قونسلګري خدمات وړاندې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: “موږ له اړوندو هېوادونو سره خپلو هڅو او خبرو ته دوام ورکوو، څو قونسلګري خدمتونه په داسې ډول پیل شي، چې ښکېلو خواوو ته د منلو وړ وي او اصولي بنسټ ولري.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10692
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10692
منتشر شده در ۱۲:۱۹ - میزان ۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email