طالبان: په افغانستان کې د یوناما ماموریت بریالی نه دی

طالبان: مأموریت یوناما در افغانستان موفق نبوده است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ (د حوت په ۱۴مه) د افغانستان له ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) فعالیتونه تر اوسه بریالي نه دي، او د دې سازمان راپورونو نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د وضعیت یو ناسم انځور وړاندې کړی دی.

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د یوناما راپورونه تر ډیره حده منفي وو او د ملګرو ملتونو دننه یې د افغانستان په اړه “غلط ذهنیت” رامینځته کړی دی.

مجاهد ټینګار وکړ چې دې نړیوالې ادارې د “پرمختګ، لاسته راوړنو، ثبات او د هیواد امنیت” په څیر مسلو تمرکز نه دی کړی او پرځای یې “ډیرې کوچنۍ” مسلې مبالغه کړې دي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له هغو افغان پیلوټانو څخه چې په بهر کې میشت دي وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه