د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو مشر ملاحسن اخند په یوه خبرپاڼه کې کړې ده چی بې روزګاري، فقر او د افغانانو بدمرغي د څلور نیمو لسیزو جګړو او بهرنیو مداخلو پایله ده، چې د طالبانو رژیم په میراث پاتې شو. د طالبانو لومړي وزیر له هېوادونو او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د کارموندنې په برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي. هغه له خصوصي سکټور څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د اقتصادي مسايلو د ودې لپاره دې له رامنځته شويو شرايطو ګټه واخلي. ملاحسن اخند په دوام وويل چې د څو لسيزو جګړو د خلکو د ژوند سيستم او زيربناوو ته ستر زيانونه اړولي دي. په دې لړ کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار پیدا کولو او د بې وزلۍ د کمولو په موخه د کارګرانو ملي کنفرانس جوړ کړ.

- 63
- کې خپور شو 12:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 9644
- July 24, 2024
- کې خپور شو 12:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 9644
- July 24, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:21 - July 24, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9644
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
18 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
19 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments