د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، په داسې حال کې چې پاکستان پر افغان سوداګرو او له دغه هېواد څخه پر ټرانزیټ نوي بندیزونه لګولي، کابل د بدیل ټرانزیټي لارو د موندلو لپاره کار پیل کړی او هڅه کوي چې افغانستان ته د مالونو د لېږد لپاره خوندي لارې ومومي. مجاهد د دې په څرګندولو سره چې پاکستان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تړون ته غاړه کېږدي، وویل: “کابل د سوداګرو له لارې او هم د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې اقدامات کړي، خو افغانستان لا هم د بدیل ټرانزیټي لارو په لټه کې دی.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6697
۱ کال پیش
شماره خبر 6697
منتشر شده در ۱۴:۲۴ - عقرب ۱۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email