د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د سې شنبې په ورځ (د ثور په ۳۰مه) د ازبکستان په ترمز ډیالوګ غونډه کې د وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد نعیم بیانیه خپور کړ.
په دې غونډه کې، چې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د اتصال فرصتونو سپړلو ته ځانګړې شوې وه، نعیم د اقتصادي، ټرانزیټ او کلتوري همکاریو لپاره د افغانستان د پراخو ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او د آسیا د زړه په توګه یې د هیواد په رول ټینګار وکړ.