طالبان: پاکستان پر موږ د تور لګولو پر ځای باید خپله تګلاره بیا وڅیړي

د طالبانو د دفاع وزارت د اسلام‌آباد د ځانمرګي برید وروسته د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان امنیتي چارواکي باید د خپلو امنیتي ناکامیو د پټولو پر ځای خپله تګلاره بیا وڅیړي.
طالبان: پاکستان پر موږ د تور لګولو پر ځای باید خپله تګلاره بیا وڅیړي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع وزارت د اسلام‌آباد د ځانمرګي برید وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان امنیتي چارواکي باید د خپلو امنیتي ناکامیو د پټولو پر ځای خپله تګلاره بیا وڅیړي.

 د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې د اسلام‌آباد د ځانمرګي برید وروسته غیرمسؤلانه وبللې.

د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، سره له دې چې دغه برید د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا غندل سوی، پاکستاني چارواکو بیا هم دغه پېښه طالبانو ته منسوبوي.

دغه په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د اسلام‌آباد په یوه شیعه مسجد د ځانمرګي برید په پېښه کې لږ تر لږه ۳۱ کسان شهیدان سوي او ۱۷۰ نور ټپیان سوي دي. د دې پېښې وروسته، خواجه آصف اعلان وکړ چې د بریدګر تګ راتګ افغانستان ته ثابت سوی او د هند او طالبانو د اړیکو نښې هم موجودې دي.

په مقابل کې، د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي د شواهدو پرته امنیتي بریدونه، په شمول د بلوچستان او د نورو سیمو پېښې، طالبانو ته منسوبوي.

عنایت‌الله خوارزمي، د طالبانو د دفاع وزارت ویاند، په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې دا ادعاوې هېڅ منطق او بنسټ نه لري او ټینګار یي کړی چې د بیړنیو څرګندونو له لارې نه سي کېدای امنیتي ناکامۍ پټې کړي یا ستونزې حل کړي. هغه همدارنګه پوښتنه کړې چې که پاکستاني امنیتي چارواکي د بریدګرو د ژر پېژندلو توان درلود، نو ولې یې د پېښې د مخنیوي توان نه درلود.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند له پاکستاني امنیتي چارواکو غوښتنه کړې چې پر نورو د تور لګولو پر ځای د امنیت د ساتنې مسؤلیت جدي ونیسي، خپله تګلاره بیا وڅیړي او له ګاونډیو سره د مثبتو اړیکو او همکارۍ لاره تعقیب کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x