طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان د تورخم پولې په تړلو سره د دواړو هېوادونو سوداګري زیانمنوي او افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تورخم دروازه وروسته له هغه وتړل شوه چې پاکستاني ځواکونو پر افغان ځواکونو ډزې وکړې. هغه د پاکستان دغه اقدام د ښه ګاونډیتوب خلاف او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره زیانمن وباله.
دغه راز په پاکستان کې د افغان سوداګرو له انځرونو ډکه لارۍ ته اور اچول شوی او د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په سلګونو کانټینرونه او د افغان سوداګرو مالونه درول شوي دي.