طالبان: پاکستان د افغانستان د ناامنۍ او اشغال څخه ګټه پورته کړې

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو وياند، په کابل کې په يوې انلاين خبري غونډه کې وويل چې پاکستان د کلونو راهيسې د افغانستان د بې‌ثباتۍ، کډوالۍ او اشغال څخه ګټه پورته کړې او اوس هم هڅه کوي د دې هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.
طالبان: پاکستان د افغانستان د ناامنۍ او اشغال څخه ګټه پورته کړې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ، د عقرب ۱۷مه، په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې په يوې انلاين خبري غونډه کې، بيا هم پاکستان په «لاسوهنې» او «بهانې جوړولو» تورن کړ.

هغه وويل چې اسلام‌آباد له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان د بې‌ثباتۍ، کډوالۍ او اشغال څخه ګټه پورته کړې او اوس هم هڅه کوي چې په کورنيو چارو کې ځان دخیل کړي. مجاهد زیاته کړه: «پاکستان د پاکستانی طالبانو غورځنګ فعالیتونه طالبانو ته نسبت ورکوي، په داسې حال کې چې دغه ډله له ۲۰۰۲ کال راهيسې فعاله ده او دا د پاکستان د پوځ د ناسمې پالیسۍ نتيجه ده.» د طالبانو وياند همدارنګه ټينګار وکړ چې د پاکستان د پوځ ځینې پالیسۍ « د افغانستان پر ضد» دي او د پاکستان د خلکو، ګوندونو او علماوو له خوا تأييد نه لري.

مجاهد وويل چې د اسلامي امارت د حاکميت څخه مخکې هم په پاکستان کې سترې امنیتي پېښې سوې چې ښيي دا ستونزه په اصل کې د پاکستان داخلي موضوع ده. هغه زياته کړه چې افغانستان د TTP او د پاکستان حکومت تر منځ د مستقيمو خبرو زمينه برابره کړې وه، چې نتيجه يې اوږدمهاله اوربند و او دواړو خواوو تر ۹۵ سلنې موافقې ته رسېدلې، خو د پوځ ځانګړو حلقو دا پروسه سبوتاژ او تخریب کړه. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان د درېيم پړاو مذاکرات په استانبول کې بې‌نتيجې پای ته ورسېدل. مجاهد د پاکستان پلاوی په نه همکارۍ او غیرمسؤلانه چلند تورن کړل.

له بلې خوا، خواجه آصف، د پاکستان د دفاع وزیر، خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو ناکامي کولی سي د «وضعیت د خرابیدو» سبب سي. په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ تاوتریخوالی زیات سوی او دواړه خواوې يو بل د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تور تورنوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x