د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، طالبانو د شوروي اتحاد له خوا پر افغانستان د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې، دغه یرغل یې غندلی او له خلکو یې غوښتي چې د ازادۍ، خپلواکۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره چمتو واوسي.
طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، چې د شوروي یرغل د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدي په شپږمه نیټه پېل سو، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ژوبل او ووژل سول او میلیونونه نور مهاجرت ته اړ سول.
د طالبانو په وینا، د افغانستان ولس د جهاد له لارې شوروي ځواکونو ته ماته ورکړه.
طالبان ادعا کوي چې د افغانستان تاریخ دا ښيي، هېڅ بهرنې قدرت د دې هېواد د خلکو د “ایمان او ارادې” پر وړاندې نهسي درېدای.
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو حکومت د اسلامي نظام، دینی ارزښتونو او د ملت د ګټو د دفاع لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.



