طالبان هڅه کوي د امو د تېلو په ساحه کې ۲۴ نوي څاګانې فعالې کړي

طالبان هڅه کوي د امو د تېلو په ساحه کې ۲۴ نوي څاګانې فعالې کړي

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال حمدالله فطرت وايي، د دې ډلې د کانونو او پټروليم وزارت به په دې سيمه کې ۱۸ نوې څاګانې کېندلي، دوه څاګانې به استخراج کړي او د تېلو پنځه شته څاګانې به ورغوي. ښاغلی فطرت زیاتوي چې د نویو څاګانو په فعالېدو سره به د امو د تېلو له حوزې څخه د تېلو د استخراج اندازه هره ورځ له دوو تر درې زرو ټنو ته لوړه شي. د هغه په ​​وينا، له دې تېلو حوزې څخه استخراج شوي تېل په هېواد کې دننه پروسس کېږي.

بیشتر بخوانید:  افغان کډوال په تهران کې د جرمني د سفارت مخې ته راټول شول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه