طالبان: هر هغه څوک چې افغانستان ته په سپکه سترګه ګوري له سخت غبرګون سره به مخ شي

طالبان : هر کس به افغانستان بد نگاه کند، با پاسخ سخت مواجه خواهد شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د افغانستان په چارو کې د پاکستان د پخواني استازي اصف دراني وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود او خبرداری یې ورکړ چي طالبان چمتو دي چې له خپل هېواد څخه په کلکه دفاع وکړي. ستانکزي د دوشنبې په ورځ د جدي په ۱۰مه په خپل ایکس اکاونټ کې د دراني څرګندونو ته ځواب ورکړ او لیکلي یې دي: “څوک چې زموږ هېواد ته په بده سترګه ګوري، له سخته غبرګون سره به مخ شي.” د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې د پاکستان لپاره غوره ده چې د اسلامي امارت د ځواکونو له وروستیو انتقامي اقداماتو څخه عبرت واخلي.

بیشتر بخوانید:  د برتانیې د دفاع وزیر استعفا وړکوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه