د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د پروګرام مشر رفیع الله ستانکزي په یوه تازه بیانیه کې ژمنه کړې چې افغانستان به د ګاونډیو هېوادونو د اوبو د حقونو د ورکړې په برخه کې خپل مکلفیتونه پوره کوي. هغه ټینګار وکړ چې دغه تادیات د شته نړیوالو قوانینو او تړونونو پر بنسټ ترسره کیږي. ستانکزي په افغانستان کې د اوبو نویو پروژو ته په اشارې سره وویل، چې دا پروژې به د هېواد د اوبو د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي، خو د ګاونډیو د اوبو حق به هم مراعات شي. نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې افغانستان پنځه د اوبو بندونه لري، چې څلور یې په هېواد کې دننه سرچینه لري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9839
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9839
منتشر شده در ۱۴:۰۸ - اسد ۱۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email