د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې دې ډلې د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه وړي دی. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت لخوا نن (چهارشنبه، د حوت لومړۍ نېټه) د خپرې شوې اعلامیې له مخې، ندیم ټینګار وکړ چې د افغانستان تعلیمي نصاب د خلکو اوسني اړتیاوې نه پوره کوي او طالبانو یې بیاکتنه کړې ده. هغه وويل چې دا کتنه د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نيولو سره ترسره شوې ده. ندیم زیاته کړه چې د اسلامي امارت له خوا د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، دې ډلې د دیني او عصري علومو تدریس ته ځانګړې پاملرنه کړي دي او د دې دواړو برخو د یوځای کولو لپاره یې کار کړې دي.

- 49
- کې خپور شو 12:35 ب.ظ
- د خبر شمیره 121066
- February 19, 2025
- کې خپور شو 12:35 ب.ظ
- د خبر شمیره 121066
- February 19, 2025
- خبرونه
- تازه تازه 15:01 - February 19, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121066
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



