د طالبانو اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي اسنادو د چاپ شرکت له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او اعلان یې وکړ چې مهم اسناد باید په هېواد کې دننه چاپ شي
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو مرکزي دفتر نن یکشنبه (د سنبلې ۱۹مه) اعلان وکړ چې حنفي په دې لیدنه کې ویلي چې طالبان هوډ لري چې مهم اسناد لکه ډیپلومونه، سندونه، بانکي چکونه، د موټر چلولو جوازونه او نور په هېواد کې دننه چاپ کړي.
هغه زیاته کړه، چې له دغه شرکت څخه په ګټې اخیستو طالبان کولای شي په دې برخه کې د افغانستان ستونزې هوارې کړي.