د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ نورالحق انور، د طالبانو د حکومت د ادارې رییس، د پاکستان د سوداګریزو لارو د بندېدو وروسته د وارداتي دواوو د کمښت او د بیو د لوړېدو د لومړنیو اندېښنو په اړه ویلي چې له اړوندو ادارو د تازه راپورونو په ترلاسه کولو سره دغه اندېښنې ختمې سوې دي. هغه په خپلو خبرو کې اوسنی وضعیت د شر په منځ کې د خیر یوه بېلګه بللې او زیاته کړې یې ده چې د کورنیو دواوو د کیفیت ښه کېدل او د هغو د تولید زیاتوالی په نږدې راتلونکي کې هیلهبښونکی دی.
د انور په وینا، ترلاسه سوي راپورونه ښيي چې د کورنۍ دوا تولید پراخېږي او بیې هم تر کنټرول لاندې دي. تر دې مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په رسمي مراسمو کې ویلي وو چې دا مهال په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه زیات د دوا تولیدې فابریکې فعاله دي. د هغه په وینا، په دې برخه کې د خصوصي سکتور د فعالیت د اسانتیا لپاره هڅې روانې دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو اونیو کې د پاکستان له سیاسي او سوداګریزو کړکیچونو سره هممهاله، د دواوو د کمښت او د قیمتونو د لوړېدو په اړه د خلکو او روغتیایي فعالانو اندېښنې زیاتې سوې وې. خو حکومتي چارواکو ژمنه کړې چې کورنی تولید به پیاوړی سي او د دوا بازار اړتیاوې به پوره کېږي.



