د معمار پرس د خبر له مخې؛ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، د طالبانو حکومت د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په هدف له روسیې سره د پلاوي د تبادلې وړاندیز کړی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د شنبې په ورځ (د اسد ۲۷مه) خبري اژانس ته وویل، «موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو. سهیل شاهین د خپلو څرګندونو د توجیه کولو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان پخوانی حکومت «امریکا پلوه» و. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دغه وړاندیز په افغانستان کې د طالبانو د واک د بیا ترلاسه کولو د کلیزې په مناسبت کړی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10106
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10106
منتشر شده در ۱۲:۴۲ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email