د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه د سیاسي او اقتصادي ملاتړ د جلبولو په لړ کې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې دوی هڅه کوي د روسي ګرځندویانو حضور په افغانستان کې زیات کړي او دوی ته بلنه ورکوي. قدرتالله جمال، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د روسیې له لوري د سیلانیانو د راجلبېدو هیله څرګنده کړې او د امانالله خان په وخت کې د افغانستان د خپلواکۍ د ملاتړ له کبله د روسیې ستاینه کړې. هغه دغه تاریخي ملاتړ د روسیې له هغو وروستیو ګامونو سره پرتله کړی چې له طالبانو سره د تعامل نښه بلل کېږي، د بېلګې په توګه د دې ډلې د ديپلوماتانو منل.
جمال ویلي دي: «روسیې په تېر وخت کې د افغانستان خپلواکي په رسمیت پېژندلې وه او نن ورځ هم د هغو هېوادونو له ډلې ده چې له اوسني ادارې سره مثبتې اړیکې لري.» سره له دې چې په افغانستان کې د امنیت بشپړ ثبات نسته، د بشري حقونو پراخ محدودیتونه شتون لري او طالبان د نړۍ له پراخې انزوا سره مخ دي، بیا هم هڅه کوي چې هېواد عادي او خوندي وښيي او د بهرنیو سیلانیانو راتګ د خپل کورني او نړیوال مشروعیت نښه معرفي کړي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د امنیتي تضمینونو نشتوالی، د قانون د حاکمیت نشتوالی، او سخت ټولنیز شرایط په ځانګړې توګه د ښځو لپاره افغانستان لا هم د بهرنیو سیلانیانو لپاره خوندي ګرځندوی ځای نه حسابیږي.



