طالبان: عاشورا یوه «سیاسي او بهرنۍ بدعت» ده.

طالبان: عاشورا یوه «سیاسي او بهرنۍ بدعت» ده.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي په هغه غونډه کې چې د دې ډلې یو شمېر چارواکو او په هرات کې د شیعه دیني عالمانو په ګډون جوړه شوې وه وویل چې د عاشورا مراسم یوه «سیاسي او بهرنۍ بدعت» ده. هغه ټینګار وکړ چې “سیاسي او بهرني بدعتونه” باید ودرول شي. ښاغلي متقي په دې غونډه کې په څرګند ډول زیاته کړه، چې د عاشورا په مراسمو کې “سیاسي بدعتونه” شته، چې “په کتاب [قرآن] کې نه دي موندل شوي.” هغه ټینګار وکړ چې د دا ډول بدمرغیو مخه باید ونیول شي. ښاغلی متقی زیاتوي چې دا مهال د طالبانو دنده ده چې د عاشورا د مراسمو امنیت تامین کړي. هغه زياته کړه، چې دغه مراسم بايد په داسې ډول ترسره شي، چې د امنيت په تامين کې مرسته وکړي.

بیشتر بخوانید:  د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x