طالبان: صنعتکارانو ته به د ځمکو د ویش بهیر په دریو میاشتو کې پیل شي

طالبان : روند توزیع زمین به صنعت‌کاران تا سه ماه دیگر آغاز خواهد شد
لنډ لینک: https://memar.press/?p=115509
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 115509
کې خپور شو 3:35 ب.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي اعلان کړی، چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي. عزيزي دغه څرګندونې د طلوع نيوز له تلوېزيون سره په مرکه کې وکړې چي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او له هېواد څخه د پانګې د الوتنې د مخنیوي لپاره د پام وړ اقدامات کړي دي. هغه وويل، چې تر اوسه ١٢٠٠ شرکتونو په افغانستان کې د صنعتي فعاليتونو لپاره د ځمکې غوښتنه کړې، چې له دې ډلې يې ١٠٨ شرکتونه څېړل شوي دي. د دغو شرکتونو ټوله پانګه ۱۳۰ میلیونه ډالره اټکل شوې او د نورو شرکتونو په اړه به هم څېړنې په تدریجي ډول دوام وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
safir-taliban
د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
سعدالله بلوچ، د طالبانو د سفارت سرپرست په جاکارتا کې، د اندونیزیا په بهرنیو چارو وزارت کې د منځنۍ او ختیځې آسیا د برخې له رئیس ریکی احسان سره د لیدنې پر مهال د پر سولې، ښه ګاونډیتوب او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
فعالیت_های-فرهنگی-و-رسانه_ای-در-افغانستان
د بشري حقونو څار: د افغانستان د رسنیو آزادی په دوو وروستیو لسیزو کې ټیټې کچې ته رسیدلي
د بشري حقونو څار په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د بیان او رسنیو آزادی په بشپړ ډول له منځه وړی ده او خبرداری یې ورکړی چې د رسنیو وضعیت اوس په دوو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
malale-yousef-zay
ملاله یوسف‌زي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
ملاله یوسف‌زي، د نوبل د سولې جایزه ګټونکې، د هغو هېوادونو پر هڅو توندې نیوکې کړې دي چې غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړي، او دا کار یې «ریاکاري، تېروتنه او د افغانستان د ښځو سره خیانت» بللی دی.
photo_2025-10-23_08-47-24
کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
د هند د سفارت د رسمي فعالیتونو له بیا پیل سره، هندي رسنیو راپور ورکړی چې کارن یادو د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکل سوی دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په هکله ورکړې، تراوسه له څلور کاله ډېر تېر سوي؛ خو د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو هدف ګرځي.