طالبان: سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ برید پارونکی دی

طالبان: سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ برید پارونکی دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو هوايي برید غندلی او دا برید یې پاروونکی عمل بللی دی. د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سه شنبې په ورځ (د حمل ۱۴مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمینې دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت باندې د صهیونیسټ رژیم حمله له ډیپلوماټیکو اصولو څخه ښکاره سرغړونه او په سیمه کښې د ناامنۍ د خورولو یو پارونکی عمل وباله او په کلکو ټکو یې غندي. دبهرنيو چارو دوزارت وياند په دوام وويل چې طالبان د نړۍ او دسيمې له اغيزمنو هيوادونو څخه غواړي چې په غزې او له هغه دباندې د دغه رژيم دجنايتونو مخه ونيسي. د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیلو له خوا د ترهه ګرۍ په حمله کښې اته کسان ووژل شول.

بیشتر بخوانید:  ډونالډ ټرمپ: دریمه نړیواله جګړه به په راتلونکو پنځو میاشتو کې پیښ شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x