طالبان: زموږ له استازي پرته د افغانستان په اړه هره پرېکړه بې مانا ده

طالبان : هر تصمیمی درباره افغانستان بدون نماینده ما بی‌نتیجه است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ بیانیې په غبرګون کې اعلان وکړ چي د طالبانو د استازو له شتون پرته د دغې شورا په غونډو کې د افغانستان په اړه هره پرېکړه «یو طرفه او بې پایلې» ده. د طالبانو د وياند مرستيال دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ د جدي په ٩مه د افغانستان له ملي راډيو او تلويزيون سره په مرکه کې وکړې. د امنیت شورا په اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ د زمري په ۸مه خپره شوه، له طالبانو غوښتل شوي چې خپلې محدودې تګلارې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه لغوه کړي. دې شورا ټینګار کړی، چې زده کړو ته د ښځو او نجونو لاسرسی او د افغانستان په پرمختګ کې د هغوی بشپړ ګډون د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره حیاتي دی.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه