د معمار پرس د خبر له مخې؛ وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکي زده کونکي به په ښوونځیو، دارالعلومونو او مدرسو کې جذب شي.
د دې پروګرام موخه دا دی چې پرته له ځنډه د دې زده کونکو لپاره د زده کړې فرصتونه برابر کړي.
د پوهنې وزارت له والدینو، سیمه ایزو چارواکو، دیني عالمانو او خیریه موسسو څخه وغوښتل چې د دې پلان د بریالي پلي کولو لپاره همکاري وکړي.
وزارت د دې ملي او اسلامي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره د صادقانه همکارۍ اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.