د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، محمد نعیم، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو خبرو د ناکامۍ په غبرګون کې ویلي چې د دې مذاکراتو د ناکامۍ اصلي لامل د پاکستاني پلاوي غیر واقعي غوښتنې او غیر مسوولانه چلند وو. حافظ ضیا احمد تکل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس، ویلي چې محمد نعیم دا څرګندونې په کابل کې له یو شمېر بهرنیو دیپلماتانو سره په لیدنه کې کړې دي.
محمد نعیم په دې لیدنه کې ویلي: «د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه او غیرهمکارانه چلند لامل سو چې طالبان، له نیک نیت او د منځګړیو د هڅو سره، د خبرو کومه مثبته پایله تر لاسه نه کړي.» ده زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ ځینې کړۍ د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل اراده نه لري او غواړي اړیکې د فشار او تورونو په فضا کې وساتي.
محمد نعیم همدارنګه وویل چې د پاکستان د امنیتي ستونزو منسوبول د کابل حکومت ته، د اسلامآباد د امنیتي جوړښت د یوې برخې د «صادقانه نیت د نشتوالي» نښه ده. هغه ټینګار وکړ: «هرکله چې پاکستان په خبرو کې خپل ښه نیت وښيي او معقول او واقعبینانه غوښتنې وړاندې کړي، کابل چمتو دی چې د دیپلوماټیک تفاهم له لارې د دواړو هېوادونو اختلافات حل کړي.» دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې طاهر حسین اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طالبان تورن کړي وو چې د خبرو پر مهال یې د اسلامآباد د امنیتي اندېښنو پر ځای، د «خیالي تورونو» د تکرار هڅه کړې ده.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درې وروستي پړاوونه د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې ترسره سوي، خو تر اوسه بېنتیجې پاتې دي. شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې بنبست دوام کولی سي د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې شخړې او بېاعتمادي لا پسې زیاته کړي.




