د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سیفالاسلام خیبر، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند، د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکو محدودیتونو په غبرګون کې ویلي دي چې د ښځو کار د نارینهوو ترڅنګ «ګناه» ده او طالبان له دې وضعیت سره سخت مخالفت لري.
خیبر د چهارشنبه په ماښام (د لړم ۱۴مه) په خپلې ټولنیزې شبکې «ایکس» پاڼه کې ادعا کړې چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ موسسې د طالبانو د غوښتنو، د حجاب مراعت او د ښځو او نارینهوو د کار د جلاوالي له پلي کولو ډډه کړې ده. هغه، بې له دې چې کوم مشخص اسناد وړاندې کړي، ویلي دي چې طالبانو په یو شمېر موسسو کې «اختلاط» او «بېحجابي» لیدلې ده، او خبرداری یې ورکړی چې هېڅکله به ښځو او نارینهوو ته اجازه ورنهکړي چې په ګډ چاپېریال کې کار وکړي، یا آن یو له بل سره په چټ کې خبرې وکړي.
دغه طالب چارواکي زیاتوي: «که سرغړونه وسي، موسسې دې پوه سي چې ښځینه کارکوونکې به نور د کار اجازه ونهلري.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ (UNHCR) څو ورځې وړاندې اعلان کړی وو چې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت د محدودیتونو له امله یې په افغانستان کې اته حمایوي مرکزونه تړلي دي. نړیواله ټولنې، د بشري حقونو بنسټونو او د افغانستان خلکو بیا بیا خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده چې طالبان ښځې له بنسټیزو حقونو لکه د کار، زدهکړې او د ټولنې په چارو کې د ګډون څخه محروموي.




