د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو د سياسي چارو مرستيالې روزمري ديکارلو سره پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي په دې اړیکه کې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي هدف ګرځول سوي دي. هغه ټینګار کړی چې هېڅ وسلهوال وګړی، چې پاکستان یې د هدف ګرځولو ادعا کوي، وژل سوی نه دی او «دا د پاکستان له لوري د افغانستان پر ضد د تورونو بېبنسټه توب ثابتوي».
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماموریت دفتر (یوناما) د دې بریدونو له امله د ۱۳ ملکي وګړو، د ښځو او ماشومانو په ګډون، د وژل کېدو خبر تائید کړی دی.
پاکستان اعلان کړي چې په افغانستان کې چې د مېشتو پاکستاني نیمه پوځي ځواکونو ، پوځي کمپونه او پټنځایونه یې هدف ګرځولي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې هېڅ وسلهوالې ډلې شتون نه لري او ټول اړخونه، په شمول د ډیپلوماتیکو پلاویو، کولای سي د برید سیمې ته ولاړ سي او وضعیت له نژدې وڅېړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دیکارلو هم د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هوایي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو او نورو اړخونو سره مطرح کړي.
دواړه خواوې هم د دوحه غونډو، کاري ډلو او نورو اړونده مسایلو په اړه خبرې اترې کړي او هیله يي څرګنده کړې چې د ترلاسه سویو پرمختګونو سره سره، ګډې هڅې د لا نورو پرمختګونو لپاره دوام وکړي.



