طالبان: د پاکستان په بريدونو کې ګڼ شمېر کسان، په ګډون د ښځو او ماشومان، وژل سوي دي

ذبيح‌الله مجاهد، د طالبانو وياند، ادعا کړې چې د تیرې شپې د پاکستان د هوايي بريدونو په ترڅ کې د افغانستان د خاوري په ځينو برخو کې « لسګونه تنه» په ګډون د ښځو او ماشومان وژل سوي او ټپي سوي دي.
طالبان: د پاکستان په بريدونو کې ګڼ شمېر کسان، په ګډون د ښځو او ماشومان، وژل سوي دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ ذبيح‌الله مجاهد د طالبانو ویاند ادعا کړي چې د پاکستان د تیری شپې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د افغانستان د خاوري په ځینو برخو کې په ځانګړی توګه د ننگرهار او پکتیکا په ولايتونو کې لسګونه تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل سوي او ټپي سوي دي.

ذبيح‌الله مجاهد پرته له دې چې کره شمېر ورکړي، په خپل ایکس پاڼه کې ليکلي چې دغه بريدونه د «پاکستان ځانګړو پوځي کړیو» لخوا ترسره سوي او «ملکي وګړي » د دې بمبارونو نښه ګرځېدلي ده.

هغه زياته کړې چې د پاکستان پوځي جنرالان د دې هېواد دننه د امنيتي کمزورتيا جبران په دې ډول بريدونو سره کوي.

په مقابل کې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت تر دې وړاندې تاييد کړې وه چې د خپل هېواد په خاوره د وروستيو بريدونو په غبرګون کې يې د افغانستان د ختيځو سرحدي سيمو څو هدفونه، چې د توندلارو او ویره خپرونکو ډلو پورې تړلي وو، په هوايي بريدونو سره په نښه کړي دي.

تر دې وړاندې هم ملي او سيمه ييزو سرچينو د ننگرهار او پکتیکا ولايتونو په ځينو برخو کې د بريدونو راپورونه ورکړي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x