د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخند په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې ویلي دي چی د پاکستان نوی حکومت باید د “دوه اړخیزو اړیکو” فضا رامنځته کړي. په کندهار کې د طالبانو والي ویلي چې د پاکستان نوی حکومت باید د دواړو لورو د ګټو او سیاستونو پر بنسټ عمل وکړي. د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د عبیدالرحمن نظاماني له خولې هم ویل شوي، چې له اسلام اباد سره به د شیرین اخوند هیلې شریکې کړي. ملا محمد علي حنفي چې په ملا شیرین اخند مشهور دی، د طالبانو د مشرتابه له نږدې کسانو څخه دی او تر دې مخکې یې له اسلام اباد او ټي ټي پي سره نږدې اړیکې لرلې. طالبان له دوه نیمو کلونو راهیسې له پاکستان سره ترینګلې اړیکې لري.

- 42
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7990
- کې خپور شو 3:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 7990
- March 13, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7990
- کې خپور شو 3:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 7990
- March 13, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:16 - March 13, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



