د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرې کېدو وروسته، هڅه کوي د افغانستان د اقتصادي تړلتیا د کمولو او د افغان سوداګرو لپاره د نوو فرصتونو د رامنځته کولو په هدف، د صادراتو لپاره نوي سیمهییز بازارونه او بدیلې لارې ومومي. یاد وزارت ویلي چې د پاکستان لهخوا د صادراتي لارو تر بندېدو وروسته، د سیمې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره عملي برنامې پیل سوي دي.
نورالدین عزیزی، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د یکشنبې په ورځ (د عقرب ۱۱مه) له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «زموږ موخه دا ده چې د افغانستان اقتصادي تړلتیا له پاکستان سره کمه کړو او د افغان سوداګرو لپاره په سیمهییزو بازارونو کې نوي فرصتونه برابر کړو.»
د طالبانو او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې وروسته له هغې ودرېدې چې د دواړو لوریو ترمنځ پولهییز تاوتریخوالی او نظامي نښتې زیاتې سوې. همدارنګه د طالبانو د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي دفتر په تورخم کې ویلي چې دا لاره یوازې د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره پرانیستل سوې ده چې د پاکستان لهخوا شړل کېږي. دا ټولې نښې ښيي چې طالبان هڅه کوي د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره سوداګریزې لارې پرانیزي او د صادراتو لپاره بدیل مسیرونه برابر کړي، څو د افغانستان اقتصاد له یوېخوا تړلتیا څخه وژغورل سي.







