طالبان: د پاکستان د غیرمنطقي غوښتنو له امله خبرې اترې بې‌پایلې پاتې سوې

امیرخان متقي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، ویلي چې د افغانستان پلاوي هېڅکله له خبرو اترو ډډه نه ده کړې، خو د اسلام‌آباد «غیرمنطقي غوښتنې» د مذاکراتو د ناکامۍ سبب سوې دي.
طالبان: د پاکستان د غیرمنطقي غوښتنو له امله خبرې اترې بې‌پایلې پاتې سوې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، امیرخان متقي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: د افغانستان او د پاکستان پلاوو ترمنځ وروستۍ خبرې د پاکستان د غیرمنطقي غوښتنو له امله بې‌پایلې پاتې سوې. «د افغانستان د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی هېڅکله له خبرو ډډه نه ده کړې.

موږ تل چمتو یو چې ستونزې د تفاهم او ډیپلوماټیک تعامل له لارې حل کړو.» هغه د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) د غړو د حضور په اړه ویلي: «که د TTP غړي افغانستان ته راځي او بیا بېرته ستنېږي، نو زه هم حق لرم وپوښتم چې ولې دوی ته د راتګ او تګ اجازه ورکول کېږي؟» متقي زیاته کړه چې د پاکستان امنیتي ستونزې نوې نه دي، بلکې د TTP ډله له ۲۵ کلونو راهیسې د پاکستان دننه فعالیت لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په پای کې خبرداری ورکړ: «که هر څوک د افغانستان پر خاوره تېری وکړي، د هغه ټولو پایلو مسؤلیت به یې پخپله غاړه وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x