د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په دې وروستیو کې د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي وو چې اسلاماباد د افغانستان پورې اړوند دوو جګړو کې له سیاسي او امنیتي ارزونې پرته ښکېل سوی و. نوموړي همداراز ویلي وو چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد شتون اشغال نه و، بلکې دا یې امریکایي دریځ وباله.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې، محمد نعیم وردک په خپله اېکس پاڼه کې ولیکل: «د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې ، که څه هم په رسنیز ډګر کې نوي ښکاري، خو زموږ لپاره نااشنا نه دي. دا اوسنی څرګندونې د هغوی د دسیسو ناکامي، سیاسي ناهیلۍ او کورني اختلافونه څرګندوي.»
نوموړي زیاته کړه چې طالبانو له پخوا څخه د پاکستان د پوځي واکمنۍ د منفي تګلارو او سیاستونو په اړه خبر وو او ورته چمتووالی یې درلود.
خواجه آصف د خپلو خبرو په بله برخه کې، په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په اړه ویلي وو چې هېواد یې چمتو دی « د وينې بيه په وینې ور کړي». هغه همداراز ادعا کړې وه چې طالبانو د خبرو اترو پر مهال له پاکستانه د تحریک طالبان پاکستان د کنټرول لپاره لس میلیارده پاکستانۍ روپۍ غوښتې وې.
هم مهاله، د پاکستان د دفاع وزیر د «ایآروای نیوز» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې هېواد یې ښايي د روژې له میاشتې وړاندې د افغانستان له خاورې څخه د رامنځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
تر اوسه د طالبانو رسمي چارواکو د پاکستان د دفاع وزیر د دغې وروستۍ څرګندونې په اړه په ښکاره ډول غبرګون نه دی څرګند کړي.



