د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، اعلان کړی چې د پاکستان هوايي ځواک د کابل، ننګرهار او پکتیا ولایتونو په ځینو هدفونو بمباري کړې دي.
هغه د دغو بریدونو د تایید ترڅنګ او له جزییاتو پرته وویل چې د طالبانو په وینا، دغو بمباریو مرګژوبله نه ده رامنځته کړې.
په همدې حال کې پاکستان اعلان کړی چې د هغه څه په غبرګون کې چې د «پولې په اوږدو کې د طالبانو بېدلیله اقدامات» یې بللي، د «غضبالحق» په نوم عملیات پیل کړي دي. د راپورونو له مخې، د دغو عملیاتو په لړ کې د کابل، ننګرهار، کندهار او پکتیا په ګډون په څو ولایتونو کې د طالبانو پوځي تاسیسات په نښه سوي دي.
په داسې حال کې چې ځینې راپورونه د طالبانو د لسګونو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي، طالبانو دغه ادعا رد کړې او ټینګار کوي چې دغو بریدونو مرګژوبله نه ده لرلې.



