طالبان: د پاکستان بریدونو ته به مناسب ځواب ورکړو

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پاکستان د ځواکونو تېر شپه هوایي بریدونه پر پکتیکا، خوست او کنړ ولایتونو د افغانستان د حریم ښکاره نقض بللی او اعلان یې کړی چې د افغانستان حاکمیت به په مناسب وخت کې لازم غبرګون وښيي.
طالبان: د پاکستان بریدونو ته به مناسب ځواب ورکړو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د سه‌شنبې په ورځ، د لیندۍ څلورمه، د پاکستان هوایي بریدونه پر پکتیکا، خوست او کنړ ولایتونو «د افغانستان د حریم ښکاره نقض» بللي او په کلکه یې غندلي دي. د طالبانو ویاند دغه اقدامات «د نړیوالو نورمونو او اصولو سره ښکاره په تضاد کې» وبلل او زیاته یې کړه چې د ناسمو معلوماتو پر اساس بریدونه یوازې بحران زیاتوي او پاکستان رسوا کوي. مجاهد ټینګار وکړ چې د افغانستان حاکمیت دغه نقض په سختو ټکو غندې او د افغانستان د هوايي او ځمکنۍ حریم او د خلکو ساتنه خپل شرعي حق بولي.

هغه زیاته کړه چې «په مناسب وخت کې به ځواب ورکړل سي، ان‌شاءالله.» یادې څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د پاکستان د هوایي بریدونو په پایله کې په خوست ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپاره سوي او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ کړکېچ بې‌ساري کچې ته رسېدلی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x