د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو نن شنبه د جدي په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی د طالبانو اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت له مشرانو او مخورو سره کتلي دي. علم خان ازادي وویل چې په بلخ ولایت کې هېڅ امنیتي ستونزه نشته او د خلکو مال، ناموس او ځان په بشپړ ډول خوندي دی. هغه زیاته کړه، له څلوېښتو کلونو وروسته اوس د افغانستان خلک د اسلامي امارت په واکمنۍ کې ازادي او خپلواکي لري. یو له دغه لیدونکو څخه همدا راز له طالبانو څخه د دغه ولایت بې وزله خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7261
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7261
منتشر شده در ۱۱:۳۱ - جدی ۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email