ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د واحد سیاسي نظام د رامنځته کولو اړتیا ته په اشاره اعلان وکړ چې د موسومې «همغږې حکومتدارۍ» نمونه په څلورو لسیزو کې ونه توانېده چې په افغانستان کې پایداره ثبات او سوله تأمین کړي.
هغه سیاسي اختلافونه، پرلهپسې جګړې او داخلي څوګونېتوبونه د افغانستان د خلکو د کړاوونو اصلي عوامل وبلل او روښانه یې کړه چې حقیقي آرامښت یوازې د سیاسي وحدت په سیوري او د اختلافاتو څخه د ډډې په صورت کې ترلاسه کېدای سي.
د طالبانو ویاند همدارنګه د نوې جزایي مقرراتو په اړه څرګنده کړې چې دغه سند د قاضیانو د دندو د روڼتیا او د قضیو د اسانه رسیدګي لپاره ترتیب سوی، او د تېرو نسخو په پرتله جامع او عملي ګڼل کېږي.
د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې دا مقررات د قضایي چارو په منظم، دقیق او یوپارچه ډول پرمخ وړلو زمینه برابروي.
مجاهد زیاته کړه چې د دې مقرراتو پر وړاندې د انتقاد یوه لویه برخه د هغو کسانو له لوري مطرح کېږي چې د اسلامي شریعت په اړه بشپړه پوهه نه لري یا د بهرنیو نظرونو تر اغیز لاندې دي.
هغه په خپلو نورو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت سیاست د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې پر وړاندې دی او کابل د پاکستان ثبات او آرامښت د افغانستان په ګټه ګڼي.



