د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د جولای په ۸مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې نوی پریکړه لیک رد کړ.
دغه پریکړه لیک، چې د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۱۶مه، د ۱۱۶ موافقو، ۲ مخالفو (متحده ایالاتو او اسراییلو) او ۱۲ بې طرفه رایو (د چین او روسیې په ګډون) سره تصویب شو، د بشري حقونو د وضعیت د خرابیدو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د سیستماتیک ځپلو په اړه اندیښنه څرګنده کړه، او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو او د ترهګرۍ ضد ژمنو ته د طالبانو د ژمنتیا غوښتنه یې وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پریکړه لیک د “ځینې هیوادونو د فشار او امرونو” پر بنسټ چمتو شوی او “په افغانستان کې واقعیتونه” یې له پامه غورځولي دي.