د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، خالد حنفي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، په کابل پوهنتون کې په تازه څرګندونو کې د استادانو په رول د محصلینو د اسلامي ذهنیت جوړولو په برخه ټینګار کړی او ویلي دي چې د پوهنتون تخصص باید د قرآن او سنت پر بنسټ وي.
په یوه غږیز فایل کې چې د دې وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر خپور کړی، حنفي ویلي چې اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ استادان په کابل پوهنتون کې تدریس کوي او د هغوی مسؤلیت د محصلینو «اسلامي او افغاني ذهنیت جوړول» دی.
هغه زیاته کړې: «طالبان هغو استادانو او کادرونو ته اړتیا نلري چې هېواد یې پرېښی دی» او زده کړه یې د اسلامي اصولو پرته بېاړتیا بللې ده.
حنفي ټینګار کړی: «که د محصلینو تخصص د قرآن او سنت پر اساس نه وي، هیڅ ارزښت نه لري.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان پر افغانستان د واکمنېدو راهیسې پر تعلیمي نظام پراخ محدودیتونه، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو لپاره، لګولي او د درسي موادو اسلامي کول یې د لوړو زدهکړو د راتلونکي په اړه ډېرې اندېښنې راپارولي دي.
خالد حنفي مخکې هم عصري علومو زده کړه مباح بللې، خو شرط یې د شریعت سره سمون ټاکلی وو.



