د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند د قوشتپې کانال د جوړېدو په اړه د یوریشیا پراختیايي بانک له اندېښنو وروسته ویلي، چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د هېڅ هېواد د اوبو حق نه اخیستل کېږي. ځينو قرغزي رسنيو خبر ورکړى، چې د یوریشیا د پراختيايي بانک د رييسانو د پلاوي مشر د ګډو دولتونو د خپلواکو هېوادونو په سرمشريزه کې وويل، چې د قوشتپې کانال په جوړېدو سره به د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم جدي شي. د هغه په وينا، دغه کانال به په ټيټ معيار جوړ شي او له امله به يې اوبه ضايع شي. خو طالبان د هېوادونو د اوبو د حقونو پر ساتنې ټينګار کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6661
۱ کال پیش
شماره خبر 6661
منتشر شده در ۰۹:۵۶ - عقرب ۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email