طالبان: د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج کچه د ورځې ۹۰۰ ټنو ته رسېدلې ده

طالبان: د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج کچه د ورځې ۹۰۰ ټنو ته رسېدلې ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په سرپل ولایت کې د طالبانو والي محمد یعقوب عبدالرحمن اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج اندازه د ورځې له ۶۵۰ ټنو څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړه شوې ده. نوموړي د قشقري د نفتو له حوزې څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې له دې ساحې څخه د نفتو د استخراج ورځنى عايد شپږ سوه زره امريکايي ډالرو ته رسېږي. په سرپل کې د طالبانو والي زیاته کړه چې د قشقري د تېلو د عوایدو یوه برخه به د سلطان ابراهیم دره د اوبو د بند د جوړولو په ګډون په پرمختیايي پروژو ولګول شي.

بیشتر بخوانید:  اروپايي ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یو کمپاین پیل کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x