طالبان د عفوې په پلمه، له پخوانیو نظامیانو انتقام اخلی

هممهاله د ملګرو ملتونو د یو تازه او خواشینونکي راپور خپرېدو سره چې په کې د طالبانو لخوا د پخوانیو نظامیانو شکنجه او نیونه ذکر سوې، محمد رادمنش، د نظامي چارو کارپوه، د معمار خبری آژانس سره په خبرو کې وویل: «طالبان د عمومي عفوې په پلمه پخواني امنیتي ځواکونه په دام کې اچوي. هغوی عملاً د هغو کسانو څخه انتقام اخلې چې په تېرو جګړو کې د دوی په وړاندې ولاړ وو.»

د ملګرو ملتونو په دې ځانګړي راپور کې ټینګار سوی چې سره له دې چې طالبانو د «عمومي عفوې» اعلان کړی، هغوی بیا هم د پخوانیو امنیتي ادارو د غړو نیونه، شکنجه او حتی اعدام ته دوام ورکړی؛ داسې چلند چې د بشري حقونو اصولو او نړیوالو ژمنو سرغړونه ګڼل کېږي.

طالبانو د کابل د نیولو وروسته په اګست ۲۰۲۱ کې د خپل مشر له خوا فرمان صادر کړ چې پخواني حکومت ټول کارکوونکي، په ځانګړي ډول نظامیان او امنیتي ځواکونه، عفو کېږي. خو د درې کالو په تېرېدو، د بشري حقونو ادارو څو څو ځله راپور ورکړی چې طالبانو د دې عفوې پر ځای، د پخوانیو امنیتي ځواکونو ځینې غړي تعقیب، نیولي، شکنجه کړي او حتی په هدفمنه توګه وژلي دي.

محمد رادمنش د نظامی چارو کارپوه، په دې اړه وویل چې د طالبانو حکومت سیاسي او اخلاقي مشروعیت نلري او د هغوی پر ژمنو باور نسی کېدای. هغه زیاته کړه: «طالبان د عمومي عفوې په پلمه پخواني امنیتي ځواکونه په دام کې اچوي او عملاً له هغو کسانو انتقام اخلی چې په تېرو جګړو کې ورسره مقابله کړې ده.»

رادمنش ټینګار وکړ چې نړۍ باید دا وضعیت جدي ونیسي او د پخوانیو نظامیانو د ژوند د خوندي کولو لپاره بیړنی او مؤثر میکانیزم جوړ کړي. هغه وویل چې که بې‌پامی دوام ومومي، د پخوانیو ځواکونو ډېرې کورنۍ به د مرګ، خپل سرې نیونو او شکنجې له ګواښ سره مخ سي.

د طالبانو د پخوانیو نظامیانو پر وړاندې د شکنجې او انتقام‌ګرانه چلند د ثبوتونو د زیاتېدو سره، د دې ډلې د بشري حقونو په وړاندې ژمنتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته سوي دي. سره له دې چې طالبان څو ځله د عمومي عفوې احترام ته ژمن پاتې کېدو وعده کړې، د میداني واقعیت خلاف یې چلند ښودلی. د رادمنش په څېر کارپوهانو غبرګونونه د نړیوالې ټولنې د بیړنی اقدام اړتیا څرګندوي څو احتمالي قربانیان خوندي کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x