د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو په افغانستان کې د ډالرو د تبادلې نرخ کنټرولولو لپاره نوي کړنې کړي دي. د ډالرو د بیې له چټک لوړوالي وروسته، طالبانو د هرات د صرافانو څخه غوښتي چې په عامه توګه د ډالرو نرخ اعلان نه کړي. په کابل کې د ډالر د نرخ د لوړوالي له امله د صرافانو د وهلو او نیولو راپورونه هم ورکړل شوي دي. طالبان غواړي چې د دې کړنې په مرسته د تبادلې نرخ کې بدلونونه کنټرول کړي، خو کارپوهان په دې باور دي چې دا چلند به ستونزه د حل کولو پر ځای لا پسې پېچلې کړي.

- 108
- کې خپور شو 5:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 117075
- January 15, 2025
- کې خپور شو 5:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 117075
- January 15, 2025
- خبرونه
- تازه تازه 19:18 - January 15, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=117075
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



د کابل په منډوي بازار کې د اورلګیدنې ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان
19 ساعتونه پیش

د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه د کرکټ لیګ له نښې څخه لرې سول
19 ساعتونه پیش