د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ طالبانو په خپله اعلامیه کې د افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د اووه دېرشمې کلیزې په مناسبت ، دغه پېښه د هېواد په تاریخ کې ویاړلې ورځ بللې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د خلکو جهاد، قربانۍ او مقاومت ددې لامل سو چې د هغه وخت له سترو قدرتونو څخه یو یي له دې خاورې ووځي.
طالبانو همداراز له افغانانو غوښتي چې د یووالي او هوښیارۍ په ساتلو سره، د دین، خپلواکۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د هر ډول پټو پلانونو او ګواښ پر وړاندې ودرېږي او د خپلو نیکونو لاره د ارزښتونو په ساتنه کې روانه وساتي.




