د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ محمد یوسف مستري، چې د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم رئیس دی، ویلي چې د سیمې له هېوادونو سره د افغان زندانیانو د بېرته ستنولو لپاره خبرې روانې دي. د هغه په وینا، تراوسه ایران تر ټولو ډېره همکاري کړې او د پام وړ شمېر افغان بنديان یې طالبانو ته سپارلي دي.
د مستري په وینا، دغه خبرې ددې لپاره روانې دي چې د سیمې په هېوادونو کې د افغان زندانیانو حقوقي او بشري وضعیت ته رسېدنه وسي او طالبان هڅه کوي چې هغوی په تدریجي ډول هېواد ته انتقال او بېرته راستانه کړي. په وروستیو کلونو کې زرګونه افغانان د بېلابېلو قضیو له امله په ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې بنديان سوي دي.
طالبان وایي هڅه کوي چې دغه کسان د اړینو حقوقي مراحلو تر بشپړېدو وروسته هېواد ته راوګرځوي او د زندانونو د تنظیم ادارې تر څارنې لاندې وساتل سي. دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د سیمې له هېوادونو په ځانګړې ډول له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو جبري اخراج خورا زیات سوی او له همدې سره د افغان زندانيانو د برخلیک په تړاو اندېښنې هم لوړې سوي دي، او د بشري حقونو ګڼ شمېر بنسټونه د دوی د وضعیت د څارنې او د قانوني پروسو د شفافیت غوښتنه کوي.



