د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شمالي ولایتونو له یو شمېر علماو او قومي مخورو سره وکتل او ویې ویل چې د لویو پروژو په پلي کولو سره به د افغانانو ستونزې هوارې کړو. د طالبانو د سیاسي مرستیال له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان هڅه کوي د هېواد په ښارونو او لرو پرتو سیمو کې د ابادۍ، اقتصاد پیاوړي کولو او د بنسټیزو پروژو د پلي کولو هڅې وکړي. مولوي عبدالکبير وويل، چې طالبان غواړي د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره د خلکو ستونزې هوارې کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7719
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7719
منتشر شده در ۱۳:۴۶ - دلو ۱۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email