د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند نن (د سرطان ۹مه) په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د دوحې د درېیمې ناستې له نږدې کېدو سره چی دا ډله د دوحې په غونډه کې د “ټولو لوریو سره د متقابل عمل او د ستونزو د حل” له امله ګډون کوي. مجاهد ویلي، چې دغه ډله له ملګرو ملتونو او ټولو هېوادونو سره د تفاهم غوښتونکې ده. د طالبانو ویاند دا هم ویلي چې د افغانستان داخلي مسایل د دوحې د ناستې په اجنډا کې نه دي او د حل لاره یې په ملګرو ملتونو پورې اړه نه لري. مجاهد ویلي چې د طالبانو پلاوی به په دې ناسته کې د دې ډلې پر اقتصادي ننګونو، محدودیتونو او لاسته راوړنو خبرې وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9235
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9235
منتشر شده در ۱۴:۳۴ - سرطان ۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email