د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه په پکتیا کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: د ډله ایزو رسنیو پخوانی قانون د شریعت له قانون او د دغې ډلې د حکومتوالۍ له اصولو سره برابر دی او په څو توپیرونو سره به ډېر ژر رسنیو ته وړاندې شي. ښاغلي خیرخواه زیاته کړه، چې په دې قانون کې “ملي ګټې او د هویت پر ساتنې” ټینګار شوی دی. هغه ادعا کوي، چې ځينې رسنۍ چې په بهر کې فعاليت کوي، د هېواد ملي ګټو او د افرادو هويت ته درناوی نه کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9222
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9222
منتشر شده در ۱۴:۱۰ - سرطان ۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email