طالبان: د دولتي ادارو اوسنۍ اداره باید تعدیل شي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان په څېر په بې وزله هېواد کې اضافي دفترونو او کارکوونکو ته اړتیا نشته.

د دغه وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سادات سمنګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل: اوس مهال ۸۰۰ زره دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکول کېږي، خو له تېرو حکومتونو څخه په دې اداره کې پاتې راغلي انفلاسیون د منلو وړ نه دی، ځکه چېرته چې یو کس ته اړتیا وي لس کسان هلته کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د طالبانو چارواکي د اداري انفلاسیون له امله د یو شمېر دولتي ادارو او د هغوی د کارکوونکو د ګوښه کولو په اړه خبري کوي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې بې وزلي او بېکاري زیاتېږي.

بیشتر بخوانید:  مولوي عبدالکبیر: د طالبانو حکومت د تعلیم لپاره ټولې اسانتیاوې برابروي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x