د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال دا خبره نن سه شنبه د میزان ۲۴ مه په کاپیسا ولایت کې په یوه غونډه کې وکړه چی د دوحې په تړون کې هیڅ داسې معامله نه ده شوې چې د اسلام خلاف وي. د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال زیاته کړه چې له امریکا سره د دې ډلې د پټې معاملې په اړه ادعاوې بې بنسټه دي. مولوي عبدالکبير زياته کړه: له امريکايانو سره د دوحې په خبرو اترو کې موږ داسې څه ونه منل چې اسلام يې د تړون په اصولو او ضميمو کې اجازه نه دي ورکړې.
د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال وايي، د دوحې په تړون کې هېڅ پټه معامله نه ده شوې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104947
۱ میاشت پیش
شماره خبر 104947
منتشر شده در ۱۶:۳۷ - میزان ۲۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email