طالبان: د دوحې تړون نور زموږ لپاره معیار نه دی

ذبیح‌الله مجاهد: طالبان مسئول هیچ حمله‌ای در پاکستان نیست

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د دوحې تړون، چې پنځه کاله وړاندې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شو، نور د دې ډلې لپاره معیار نه دی. هغه دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د حوت په ۱۰مه، د طالبانو له ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې وکړې. مجاهد وویل چې دا تړون د طالبانو لپاره یوازې یو ګام و او اوسنی رژیم د خپلو اصولو او داخلي نظام پر بنسټ مخ په وړاندې ځي. هغه زیاته کړه چې متحده ایالاتو په تړون کې شاملې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، په داسې حال کې چې طالبانو خپلې ټولې ژمنې عملي کړې دي.

بیشتر بخوانید:  په خوست کې د یوه ډله ییز قبر کشف
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه