د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند اشرف حق شناس نن (شنبه، د جدي ۱۲مه) اعلان وکړ چې د خواف-هرات د اورګاډي پروژې ۸۰ سلنه فزیکي پرمختګ کړی او په چټکۍ سره بشپړېږي. دا پروژه، چې په ۲۰۱۹ کال کې د قزاقستان له شرکتونو سره د ۵۷ ملیون ډالرو په ارزښت قرارداد سره پیل شوه، د سیمه ییزو ترانسپورتي شبکو سره د افغانستان په نښلولو کې خورا مهمه ده. د دې ریل پټلۍ لارې بشپړیدل کولای شي د توکو د لیږد په اسانتیا او د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. د خواف-هرات ریل پټلۍ د یوې لویې پروژې برخه ده چې افغانستان له ایران او مرکزي آسیا سره نښلوي.

- 38
 
لنډ لینک: https://memar.press/?p=116690
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 116690
کې خپور شو 1:11 ب.ظ
Facebook									
Twitter									
WhatsApp									
Telegram									
Email									
اړونده منځپانګه				







