طالبان: د حکومت جوړول د افغانستان داخلي مسله ده

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د یوه جامع حکومت د جوړولو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د حکومت جوړېدل د افغانانو داخلي مسئله ده او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل، چې پر دغه ډول مسایلو باید د «طالبانو له حکومت» سره د رسمي ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې خبرې وشي.

کریمي وویل: افغانستان یو خپلواک هیواد دی او کولای شي په خپله پریکړه وکړي. د سیمې د هېوادونو او نورو هېوادونو مسوولیت او مکلفیت دا دی چې خپل مسوولیتونه درک کړي او د طالبانو له حکومت سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو لپاره اقدام وکړي، تر څو ستونزې له مسوولو لارو هوارې شي.

باید یادونه وشي چې پوتین تېره چهارشنبه (د نومبر۲۳مه) د ډله ییزو امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل: په افغانستان کې د ټول شموله حکومتولۍ تضمین کول چې په مناسبه کچه د ټولو توکمیزو ډلو استازي پکې شامل وي اوس یو لومړیتوب دی

بیشتر بخوانید:  د امریکا د ولسي جرګې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x